د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی چې د افغانستان په اړه د دې سازمان د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې جوړه شي.
یاد سازمان ویلي، د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه به هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې ترسره شي.
تر اوسه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په غونډه کې د اسلامي امارت د چارواکو د ګډون په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ لپاره جوړه شوې ده.

