ډېر لوستل شوي

پر پکتيکا او کونړ د پاکستان پوځي رژيم بمبار؛ درې ملکيان پکې شهيدان شوي

ځايي سرچینې امید راډیو ته ويلي چې نن سهار شاوخوا څلور بجې پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په رخه او تورکنډي سیمو کې دوه هوايي بریدونه کړي دي.

د سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې یو خالي کور او یو پخوانی دوکان په نښه شوی چې له امله یې دواړه ځایونه زیانمن شوي دي، خو تر دې دمه د مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا بریدونه په داسې مهال شوي چې د پاکستاني پوځي الوتکو نن سهار د کونړ په نورګل ولسوالۍ اړوند سيمه هم هوايي برید کړی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې درې کسان پکې شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

اړوند خبرونه