د ټولګټو وزارت د ریل پټلۍ ادارې عمومي رییس، مولوي عبدالکریم فاتح د روسیې د ټرانسپورت مرستیال «دیمیتري زویریف» سره د ویډیویي کنفرانس له لارې د بندرونو بنسټیزې پراختیا او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
ټولګټو وزارت لیکلي چې دواړو لوریو د ترانزیټي عملیاتو لپاره د قانوني چوکاټ رامنځتهکولو او د افغانستان او د «خپلواکو او مشترک المنافع هېوادونو» د ترانسپورټ همغږۍ کنفرانس (CIS) ترمنځ د تعامل په اړه بحث کړی دی.
روسي لوري ویلي، دوی په افغانستان کې د نویو کوریدورونو په لټه کې دي او هڅه کوي چې افغانستان ته توکو د لېږد کچه لوړه کړي. په ورته مهال ښاغلي فاتح ویلي چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو پروژو کې بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د ګډون زمینه برابره ده او ډاډ یې څرګند کړی چې د اوسپنیزې لارې په پروژو کې له پانګوالو سره بشپړه همکاري کېږي.

