د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، حافظ محمد امین جان عمري د یو پلاوي په مشرۍ د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته سفر کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې افغان پلاوی به یاد فورم کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور اړوند د هېواد تجربې، لاستهراوړنې او د ډیجیټلي تحول په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې په دغه نړیوال فورم کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټل حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي زیربناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې او بحثونه وشي.

