ډېر لوستل شوي

د چارو ادارې لوی رييس: د بې‌کیفیته درملو د وارداتو مخه نیول شوې ده

د چارو ادارې لوی رييس شیخ نورالحق انور وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د روغتیا په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او هېواد ته د بې‌کیفیته او زیان‌رسوونکو درملو د وارداتو مخه نیول شوې ده.

د اميد راډيو خبريال د «افغانستان د روغتیا د دویم ملي او نړیوال نندارتون» د پرانیستې په مراسمو کې د ښاغلي انور په حواله ویلي، په تېرو وختونو کې هېواد ته داسې درمل او غیرصحي خوراکي توکي واردېدل چې د خلکو روغتیا ته یې زیان رساوه او ان د مړینې لامل کېدل.

نوموړوي د درملو د تولید له کارخونو غوښتي چې د نړیوالو معیارونو او کیفیت مطابق درمل تولید کړي او خبرداری یې ورکړی چې د بې‌کیفیته درملو تولیدوونکي به له سختو سزاوو سره مخ شي.

ښاغلي انور زیاته کړې هڅې روانې دي چې د روغتیا په برخه کې شته نیمګړتیاوې حل او افغانستان د درملو په تولید کې ځان‌بسیاینې ته ورسېږي، څو ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره اړ نه شي.

اړوند خبرونه