د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد د هند سوداګرۍ له وزیر «پیوش ګیال» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا او د افغانستان د تولیداتو پر معرفيکولو خبرې کړې دي.
دا کتنه د هند د پنځه څلوېښتم نړیوال نندارتون (ITPO) په څنډه کې شوې، او ښاغلي زاهد همداراز په یاد نندارتون کې د افغان سوداګرو له ۶۸ غرفو هم لیدنه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز ویلي چې په دغو غرفو کې وچې مېوې افغاني غالۍ او بانکي خدمتونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

