ډېر لوستل شوي

اوزبیکستان له افغانستان سره د درملو د تولید په برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

د اوزبیکستان د روغتیا وزارت مرستیال، ظفربیک قاسموف وايي، هېواد یې چمتو دی چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او درملو تولید په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د امید راډیو خبریال د راپور له مخې، قاسموف دا څرګندونې په کابل کې د افغانستان د روغتیا دویم کورني او نړیوال نندارتون د پای په مراسمو کې کړې دي.

د نوموړي په وینا چې اوزبیکستان په مناسبه بیه د لوړ کیفیت درمل د افغانستان بازار ته وړاندې او د دغه هېواد اړتیا وړ درمل په خپلو کورنیو درمل جوړولو فابریکو کې تولیدولای شي. 

ظفربیک قاسموف همداراز په راتلونکو نندارتونونو کې د اوزبیکستان د درمل جوړولو شرکتونو د پراخ ګډون او له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا خبر ورکړی دی.

اړوند خبرونه