ډېر لوستل شوي

د ملا محمد ناصر اخوند او عباس عراقچي کتنه؛ د ابونصر فراهي ګمرک سرحدي زېربناوو پر پراختیا خبرې شوې

د اسلامي امارت مالیې وزیر، ملا محمد ناصر اخوند د ایران بهرنیو چارو له وزیر، سید عباس عراقچي سره کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدو بحث شوی.

دواړه لوري همداراز د ابونصر فراهي ګمرک سرحدي زېربناوو پر پراختیا او د بیارغونې بهیر پر چټکتیا، د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیتونو او د دوغارون، ماهیرود او میلک بندرونو د ظرفیت لوړونې چارو پر چټکتیا خبرې شوې دي.

مالیې وزارت لیکلي چې د کتنې پرمهال عباس عراقچي په افغانستان کې د اقتصادي ثبات په برخه کې د اسلامي امارت رول ستایلی او په اقتصادي او سیاسي برخو کې یې د بشپړې همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه