ډېر لوستل شوي

غزني کې د لاسي بم چاودنه؛ یوې ۳۰ کلنې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم چاودنې له امله یوې ۳۰ کلنې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر وايي، دغه پېښه تېره ورځ د ګیرو ولسوالۍ د شیرزاده کلي په یوه استوګنیز کور کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې یادې مېرمنې لاسي بم موندلی او له ځان سره یې کور ته وړی و چې وروسته پرې چاودنه شوې او نوموړې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لومړنیو څېړنو له مخې، پېښه د لاسي بم په اړه د مېرمنې د نه‌پوهاوي او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

اړوند خبرونه