ډېر لوستل شوي

له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې درې غله وژل شوي دي

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند په ۳۱۵ سیمه کې درې غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، وژل شویو کسانو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د کابل په لیسه مریم سیمه کې د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کړی و چې په پایله کې یې د بانک دوه کارکوونکي وژل شوي او یوه اندازه پیسې یې له ځان سره وړې وې.

خبرپاڼه زیاتوي چې یاد کسان په بغلان ولایت کې د یوه بل کس په وژنه کې هم لاس درلود.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د دغې ډلې اووه نور غړي هم نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

اړوند خبرونه