ډېر لوستل شوي

د اسپانیا کاناري ټاپوګانو ته نږدې د ۱۴ کډوالو جسدونه موندل شوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسپانیا کاناري ټاپوګانو ته نږدې په یوه کښتۍ کې د ۱۴ کډوالو جسدونه موندل شوي او شاوخوا ۹۰ نور کډوال ژغورل شوي دي.

د راپور له مخې، دغه کښتۍ د جمعې په ورځ د ال‌هیرو ټاپو په سوېل کې شاوخوا ۷۲ کیلومترۍ کې موندل شوې ده.

رویټرز د اسپانوي رسنیو په حواله ویلي چې له ژغورل شویو کډوالو څخه شپږ تنه د روغتیايي وضعیت د خرابوالي له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغو کډوالو د تابعیت او هویت په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

اړوند خبرونه