ډېر لوستل شوي

د امریکا هوايي ځواک پر ورېځیزو سیسټمونو سایبري برید شوی

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې هکرانو د امریکا د هوايي ځواک د «کلود وان»(Cloud One)  په نوم ورېځیزو کمپیوټري سیسټمونو ته نفوذ کړی دی.

د راپور له مخې، یاد سیسټمونه د امریکا د هوايي ځواک حساس پوځي، پرسونلي، لوژستیکي او عملیاتي معلومات ساتي او مدیریتوي.

رویټرز زیاتوي چې دغه سایبري برید شاوخوا یوه میاشت وړاندې د یادو سیسټمونو د نوي کولو بهیر پر مهال کشف شوی چې له امله یې د ځینو برخو فعالیتونه ګډوډ شوي دي.

تر اوسه د بریدګرو د هویت، احتمالي زیانونو او دې موضوع په اړه څه نه دي ویل شوي چې هکرانو له یادو سیسټمونو څخه معلومات غلا کړي دي او که نه.

اړوند خبرونه