ډېر لوستل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال استانبول کې له حلال نړیوال نندارتون لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي شهاب‌ الدین ثاقب ترکیې ته د سفر پرمهال په استانبول کې له حلال نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې ده.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې نوموړي د بېلابېلو هېوادونو له غرفو څخه د لیدنې ترڅنګ د اقتصادي بنسټونو، فعالو سازمانونو، نړیوالو شرکتونو او پانګه‌والو له استازو سره لیدنې او خبرې کړې دي.

ښاغلی ثاقب همداراز له بېلابېلو شرکتونو سره د مستقیمو سوداګریزو اړیکو رامنځته‌کولو، د افغانستان د اړتیا وړ خامو موادو او محصولاتو برابرولو، او د بهرنیو شرکتونو او افغان سوداګرو ترمنځ د ګډو سوداګریزو فرصتونو د برابرولو په اړه هم غږېدلی دی.

د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي، یاد وزارت هڅه کوي چې له دا ډول نړیوالو فرصتونو څخه د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو پېژندنې، د کورني بازار د اړتیاوو پوره کولو، د صادراتو پراختیا او د دوامدارو سوداګریزو مشارکتونو رامنځته کولو لپاره اغېزمنه ګټه واخلي.

اړوند خبرونه