د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي شهاب الدین ثاقب ترکیې ته د خپل سفر پرمهال د استانبول ښار د DERSANKOOP له صنعتي مجتمع لیدنه کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي ثاقب د یادې ادارې له رییس سره د کتنې پرمهال صنعتکارانو ته د اړینو امکاناتو او خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز لیکلي چې د DERSANKOOP صنعتي مجتمع شاوخوا ۳۷ زره غړي لري چې په ۳۷ مرکزونو کې فعالیت کوي.
د سرچینې په وینا چې له دې ډلې بیا په هر مرکز کې نږدې زر غړي فعالیت لري او هر غړی د یوې فابریکې یا تولیدي واحد استازیتوب کوي.

