ډېر لوستل شوي

ټاپي پروژه؛ د افغانستان په خاوره کې نږدې ۱۴۳ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې 

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ۱۴۲٫۹ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې، او یوازې ۸ کیلومتره برخه پاتې ده.  

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ګازو د ترلاسه کولو او تنظیم دستګاه (Offtake Station) او د ګازو د اندازه‌ګیرۍ سټېشن (Metering Station) جوړولو چارې هم شاوخوا ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د غځول شوې نل‌لیکې په شاوخوا ۷۰ کیلومتره برخه کې د هایدروټېسټ چارې بشپړې شوې او د پاتې برخې د ازموینې چارې هم په بېلابېلو پړاوونو کې جریان لري. 

سرچینې لیکلي، د کانونو او پټرولیم وزارت او د ټاپي پایپلاین کمپنۍ لمېټډ په ګډه هڅه کوي چې د یادې سترې سیمه‌ییزې پروژې چارې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د روان زېږدیز کال تر پایه بشپړې کړي.

اړوند خبرونه