د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر، ملا محمد فاضل مظلوم د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته تللی او هلته یې له ټرانسپورټي فعالیتونو او زیربناوو څخه لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې ښاغلي مظلوم او ایراني چارواکو د سرحدي ټرانسپورټي زیربناوو پر پراختیا، د ټرانزیټي او اقتصادي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې او د ورېښمو پل (زرنج بندر) کې د دویم پل جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر همداراز د ایران سیستان او بلوچستان ولایت له چارواکو سره یو ځای د ورېښمو پله (زرنج بندر) له ټرانسپورټي تأسیساتو څخه هم لیدنه کړې ده.

