ډېر لوستل شوي

د وګړو د هوساینې په پار د کارموندنې چاپېریال رامنځته کوو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، د تخار له علماءکرامو او مشرانو سره په کتنه کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت
د وګړو د هوساینې په پار د کارموندنې چاپېریال رامنځته کوي.
کانونو او پټرولیم وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د دیني عالمانو د رول، اسلامي نظام او د کانونو او پټرولیم وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو خبرې شوې دي.
د تخار علماوو او مشرانو د یاد وزارت د مشرتابه کارونه ستایلي او د کاني سرچینو او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو پر رامنځته کېدو یې خبرې کړي دي.
دې کتنه کې د تخار مخور د خپل ولایت ستوتزې هم له سرپرست وزیر سره شریکې کړي او د نوموړي له خوا د هواري ډاډ هم ورکړل شوی.

اړوند خبرونه