د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت ساتنې په موخه سبا (يکشنبه، مرغومې ۲۳مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۶ ميليونه امريکايي ډالر د ليلام په ډول پلوري.
دې بانک له سوداګريزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي، چې په يادې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک تر دې وړاندې هم د افغانيو د ارزښت ساتلو په پار لسګونه ميليونه ډالر ليلام کړي دي.