ډېر لوستل شوي

په خوست کې د شنو ځنګلونو د پرې کولو مخه ونيول شوه

د خوست امنيه قومانداني وايي، د تېرو شپږو مياشتو په لړ يې شاوخوا ۳۸۰ خرواره د سون لرګي، چې په غير قانوني توګه پرې او قاچاق کېدل، نيولي دي.

ياده قومانداني زياتوي، په دې لړ کې د ځنګلونو د مخنيوي په موخه ۴۲۰ ګرځنده ګزمې شوې او دغه راز په دې موده کې، له ولسي وګړو سره د عامه پوهاوي په پار ۷۵ ناستې هم شوې دي.

د خوست ولايت امنيه قومانداني وايي، چې “شنې قطعې” ۸۰ سلنه د ځنګل وهنې مخه نیولې ده.

د ويلو ده، چې د ياد ولايت “شنې قطعې” منسوبينو تر دې وړاندې هم په غیر قانوني توګه د لرګيو د قاچاق او د شنو ځنګلونو د پرې کولو مخنيوی کړی دی.

اړوند خبرونه