د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې او ۹ نورې یې تعدیل شوې.
په دغو پروژو کې د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول، د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د باروړونکو موټرو تمځای جوړول، د اقینې – اندخوی او تورغونډۍ وسپنې پټلۍ پروژو د بیارغونې پروژې شاملي دي.
همدارنګه په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د نوري فایبر لین غځول، د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو بنسټیزه رغونه، په بېلا بېلو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې تر لاس لاندو پروژو د چارو چټکول او نورې شاملې دي.
بل خوا دې کمېسیون ۳ نورې پروژې په تدارکاتي پړاونو کې د ستونزو له کبله رد کړي.