پر غزې د اسراييلو د صهيونېست رژيم په تازه بريدونو کې شاوخوا ۴۵ بې ګناه فلسطينيان شهيدان شوي دي.
د فلسطين د روغتيا وزارت ويلي، چې د غزې په شمال کې د ياد رژيم د کلابندۍ په سلو ورځو کې شاوخوا ۵ زره فلسطينيان شهيدان شوي او ۹ زره ۵۰۰ نور ټپيان شوي دي. د يو بل راپور له مخې ټاکل شوې، د فلسطین د مسلې د حل لپاره به لسګونه هېوادونه خپل استازي د چهارشنبې په ورځ یوې غونډه کې د ګډون لپاره ناروې ته ولېږي.