د شمالي اتلانتيک تړون سازمان يا ناټو د بالتيک حوزې درې غړي هېوادونه نن (سهشنبه مرغومې ۲۵مه) د روسيې د ځينې سمندري ګواښونو د دفاع په اړه غونډه کوي.
د غونډې بنسټيزه موخه د روسي بيړيو له لوري هغو ګواښونو په وړاندې دفاع ښودل شوې، چې د مهمو تأسيساتو ساتنه وشي. د ناټو درېيو هېوادونو دغه غونډه په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې د روسي کښتیو د فعاليت په سبب دوه ځایه د فایبر اپتیک کیبلونه چې فنلند له جرمني سره نښلوي، شلیدلي دي.