ډېر لوستل شوي

په کابل کې د خوارکي او غير خواکي توکو دوه ګدامونه رغول شوي

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې مرکزي او د کابل ولايت ګدام په معياري ډول ترميم او ګټې اخېستنې ته سپارلي دي.

مسوولين وايي، چې دغه ګدامونه له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې په انګړ کې د مقام په لارښوونه په معياري توګه رغول شوي دي.

له يادو ګدامونو څخه به د خوراکي او غير خوارکي توکو په ساتلو کې ترې ګټه پورته کېږي. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې د ملي پراختيا د “ارزاقو” رياست له ځينو ګدامونو څخه په کرايې توګه ګټه اخېستل کيده؛ چې له دې وروسته به د رغول شويو ګدامونه څخه کار اخېستل کېږي.

اړوند خبرونه