د احصايي او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال په درېيمې ربعې کې د هېواد د صادراتو ارزښت ۶۶۹.۹ ميليون ډالر او د وارداتو ارزښت ۳ ميليارده او ۲۵۴.۴ ميليونه ډالرو ته رسېږي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په دې وروستیو کې د صادراتو په ارزښت کې د تېر کال په پرتله ۳۴.۹ ميليونه ډالر ډېروالی راغلی او دغه راز د تېر کال په پرتله په وارداتو کې ۱ ميليارد او ۷۵ ميليون ډالره زياتوالی راغلی دی.
دې ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې وچه او تازه مېوه د صادارتي توکو په ډله کې د ۳۲۱.۹ ميليونه ډالرو په ارزښت تر نورو ډېره ونډه لري. د احصايې او معلوماتو ملي اداره، د هېواد د صاداراتي او وارداتي توکو ارقام په دوامداره توګه له اړوندو بنسټونو څخه راټولوي او کره احصاييوي معالومات يې له ملي او نړيوالو بنسټونو سره شريکوي.