ډېر لوستل شوي

په هرات کې ۱۶۵ کارخونو په فعاليت پيل کړی

ځايي مسوولين وايي، په هرات کې د تېرو نهو مياشتو په لړ کې ۱۶۵ کوچنيو او لويو کارخونو په فعاليت پيل کړی دی.

د ياد ولايت د مقام وياند محمد يوسف سعيدي وايي، چې دغه کارخونې د غذايي توکو، کيمياوي توکو، ودانيزو محصولاتو او په يو شمېر نورو برخو کې توليدات کوي.

نوموړی زياتوي، چې په نږدې راتلونکې کې به د ياد ولايت د صنعتي ښارګوټي د پنځم فاز هغه ځمکې چې اداري چارې يې بشپړې شوې، پانګوالو ته ورکړي. هرات د هېواد په لویدیځ کې پروت هغه ولایت دی، چې ګڼ‌شمېر تولیدي کارخونې پکې فعالیت لري او په هېواد سربېره، بهر ته هم ترې صادرات کېږي.

اړوند خبرونه