پاکستاني رسنیو ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند، شفقت علي خان له خولې لیکلي چې واخان د افغانستان برخه ده او د افغان خاورې ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی لري.
نوموړي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې پاکستان غواړي واخان له خپلې خاورې سره ونښلوي.
له بلې خوا، د ایران ولسشمر مسعود پزشکیان هم له افغانستان سره پر ښه ګاونډيتوب او ټیکاو ټینګار کړی دی.
یاده دې شي چې واخان د افغانستان په شمال ختیځه برخه کې د پاکستان، چین او تاجکستان ترمنځ پرته سیمه ده چې په دې وروستیو کې یې موضوع ناندریزه شوې وه.