ډېر لوستل شوي

عبيد: په هېواد کې پانګونې ته ښه زمېنه برابره شوې

د کابل والي ملا امين‌الله عبيد له ټولو سوداګرو غوښتي، چې په هېواد کې له شته امنيت څخه په ګټې اخېستنې افغانستان کې پانګونه وکړي.
ښاغلي عبيد دغه څرګندونې په کابل کې د يو سوداګريز مارکېټ په پرانېست غونډه کې د ګډون په مهال کړې دي.
د کابل والي دغه راز زياته کړې، چې ۲ زره جريبه ځمکه يې په دې ولايت کې د صنعت کارانو او پانګوالو ته ځانګړې کړې، چې په ګټې اخېستنې سره به يې پانګوالو او سوداګرو ته نورې اسانتياوې هم برابرې شي.
ياده دې شي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په افغانستان کې امنيت ټينګ شوی او پانګوې ته ښه زمېنه برابره شوې ده.

اړوند خبرونه