په واشنګټن کې سلګونو زرو کسانو د بهرنیو کډوالو د ویستلو او د اقلیم د بدلون په اړه د امریکا د راتلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو پر وړاندې لاریونونه وکړل.
دغه لاریونوالو د ټرمپ فرمانونه ناانساني او د امریکا د ګټو په زیان ګڼلي دي.
ټرمپ د لوړې د مراسمو په منځ کې امریکا د پارېس د اقلیم بدلون له تړونه ووېسته او د ۱۵۰۰ زندانیانو د ازادونې فرمانونه صادر کړل.
په ازادو شویو زندانیانو کې ډېری د ټرمپ ملاتړي او مینوال شامل دي. ډونالډ ټرمپ پرون د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په رسمي بڼه یې د ولسمشرۍ بله دوره پیل کړه.