د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنداپور ويلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د پراختيا په موخه به يو ايالتي پلاوی کابل ته لاړ شي.
د پاکستاني ډان ورځپاڼې د نوموړي له قوله ويلي، چې ياد پلاوی به په راتلونکو دوو اوونيو کې کابل ته سفر ورکړي.
نوموړي تر دې وړاندې ادعا کړې وه، چې د پاکستان حکومت ترې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

