ډېر لوستل شوي

که روسیه سوله نه کوي، بندیزونه پرې لګوو

د متحدو ایالتونو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د سولې یوې هوکړې ته ونه رسېږي نو پر روسیې به نور بندیزونه هم ولګوي.

ولسمشر ټرمپ پرون د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې دا څرګندونې کړي.

ټرمپ وویل چې غواړي په نږدې راتلونکې کې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له دې مخکې ویلي و، چې هیله من دی د امریکا نوی ولسمشر به یې د هېواد پر وړاندې د روسیې جګړه په عادلانه توګه پای ته ورسوي.

اړوند خبرونه