رویټرز خبري اژانس د هند د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د یاد هېواد په لوېدیځه برخه مهاراشترا کې د مهماتو په یوه کارخونه کې چاودنې د ۸ تنو ژوند اخیستی دی.
د هند د ټرانسپورت وزیر نیټين ګاډکاري د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چاودنې شاوخوا ویجاړي رامنځته کړې ده.
تر اوسه ددې پېښې علت نه دی په ډاګه شوی.

