ډېر لوستل شوي

حماس او صهیونېست رژیم دویمه ډله یرغمل ازادوي

د راپورونو له مخې حماس او اسراییل نن  (شنبه، سلواغې شپږمه) دویمه ډله بندیان او یرغمل شوي تبادله کوي.

 د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په دې تبادله کې د اسراییلو د پوځ ۴ ښځینه پوځیانې او د صهیونېست رژیم له لوري ۲۰۰ فلسطیني وګړي ازادېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د بندیانو او یرغمل شویو لومړۍ تبادله څو ورځې وړاندې ترسره وشوه.

د غزې اوربند د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب رامنځته شوی. د اوربند په شرایطو کې د بندیانو تبادله او د جګړې له سیمو د صهیونېست رژیم وتل شامل دي.

اړوند خبرونه