د سټنډرډ ملي اداره د هېواد د بندرونو په کنترول سره هېواد ته د ټیټ او بې کیفیته توکو د واردېدو مخه نیولې ده.
د یادې ادارې مسوولینو ویلي چې د هېوادوالو د روغتیا د خوندیتوب په موخه یې د بې کیفیته توکو مخه نیولې ده. د سټډرډ ملي ادارې ویلي چې د روان کال په مرغومې میاشت کې په فراه ٧٨ میل، هرات، حیرتان، آقینه، غلام خان، تورخم، نیمروز او ډنډپټان کې په ټولیزه توګه ۵۲۸۳ جوپې ودانیز توکي چې وزن یې ۱۹۵۱۶۶.۹۱۷ ټنه کیږي او ۳۷۴ جوپې پي وي سي، کاشي او ایزوګام چې ټولټال وزن یې ۷۵۶۹۸۹ متراژه کیږي؛ تثبیت شوي دي.