رویټرز د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې ښایي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته ولاړ شي.
تر دې پخوا ویل شوي و چې ټرمپ به په خپل لومړي سفر چین او روسیې ته ولاړ شي.
ټرمپ ویلي چې ریاض په لویه کچه د امریکا د تولیداتو پېرلو ته لېواله دی. ریاض هم ویلي چې امریکا کې به ۴۰۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

