ډېر لوستل شوي

جوزجان کې صنعتي پارک ته ځمکه بېله شوه

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د یاد ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د صنعتي پارک د جوړېدو خبر ورکړی.

ویل کیږي چې دې ولسوالۍ کې شاوخوا زر جریبه ځمکه صنعتی پارک ته ځانګړې شوې ده.

د یاد ریاست د مسوولینو په وینا چې د صنعتي پارک لپاره دا ځمکه د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله په امر ځانګړې شوې او د اسنادو کارونه یې پیل شوې دي.

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو جوړېدل یاد ولایت ته د پانګوالو د جذبولو په برخه کې ګټور اقدام بللی او ډاډ یې ورکړی چې اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابروي. د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د صنعتي پارکونو جوړولو لپاره زرګونه جریبه ځمکې ځانګړې شوې او تثبیت شوې وې.

اړوند خبرونه