اروپايي ټولنې د ټرمپ له هغه وړاندیز سره مخالفت څرګند کړی چې له غزې تړانګې څخه به فلسطینیان اردن یا مصر ته ولېږدول شي.
بلخوا، المان ویلي چې فلسطین باید له غزې څخه ونه ایستل شي او غزه باید بیاځلې د اسراییلو له خوا اشغال نه شي.
پرون دوشنبه د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ همغږي کوونکي کایا کالاس په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې وویل چې د غزې خلک ډېر ځوریدلي دي او د اسراییلیانو په څېر په سوله کې د ژوند کولو حق دي.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپر ولکمپ په ډیر واضح ډول وویل چې هغه مصر او اردن ته د فلسطینیانو د لېږد سخت مخالف دی. یاده دې شي چې د امریکا نوې رهبري د اسراییلو ډېر ملاتړ لري او ډونالډ ټرمپ په تېره واکمنۍ کې هم بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه پېژندلی و.

