د امريکن ايرلاينز شرکت مسافر وړونکې الوتکې له يوې پوځي چورلکې سره ټکر کړی دی.
د امريکا د هوايي چلند ادارې ويلي، چې دا پېښه تېره شپه ۹ بجې په داسې مهال رامنځته شوې چې د ياد شرکت مسافر وړونکې الوتکه د رونالد ريګن ملي هوايي ډګر د ۳۳م باند ته نږدې کېده.
که څه هم د مړو او ټپيانو په تړاو دقيق معلومات نشته؛ خو امريکن ايرلينز شرکت ويلي، چې له چارواکو سره په اړيکه کې دي او د ژغورنې هڅې يې روانې کړې دي.

