ډېر لوستل شوي

حماس جهادي غورځنګ په تازه پړاو کې درې اسراييلي بنديان خوشي کړل

حماس غورځنګ د اوربند د تړون په تازه پړاو کې د ۱۱۰ فلسطيني بنديانو د خوشي کېدو په بدل کې درې اسراييلي بنديان ازاد کړل.

د روېټرز خبرې اژانس د راپور له مخې، په خوشي شويو اسراييلي بنديانو کې ۸۰ کلن ګادي موسی او ۲۹ کلن اربيل يهود هم شامل دي.

تمه کېږي، چې دوی به د غزې په سوېلي ښار خان یونس کې مقابل لوري ته وسپارل شي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې له اسراييلي زندانونو د ۲۹۰ فلسطینیانو خوشي کېدو په بدل کې ۷ اسراييلي ښځې خوشې شوې دي.

اړوند خبرونه