ډېر لوستل شوي

قاهره: د فلسطینیانو بې کوره کول ظلم دی

د مصر ولسمشر پرون وویل چې د فلسطیني وګړو شړل او په زوره یې په خپل کور کې بې کوره ظلم دی او قاهره به په دې چاره کې مرسته ونه کړي.
السیسي ټینګار وکړ چی مصر نشي کولی د فلسطینیانو د جبري بې ځایه کیدو په اړه بې پلوه پاتې شي او دا ډول چلند د مصر ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.
هغه د کینیا له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې مصر هوډ لري، د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګډ کار او همکاري وکړي.

اړوند خبرونه