صهیونېست رژیم هغه فلسطیني وګړي یرغمل کړي چې باید له اسراییلیانو سره په تبادله کې ازاد شوي وای.
ددغه رژيم لومړي وزیر ویلي چې دا کسان یې د حماس له خوا له اسراییلي بندیانو سره د ناسم چلن په سبب یرغمل کړي.
د صهیونېست رژیم رسنیو ویلي چې نتانیاهو دا فلسطینیان د تبادلې د بهیر د اړودوړ له مخې ځان سره نیولي. یاده دې شي چې حماس پرون ۳ برمته اسراییل ازاد کړې وو.

