د حماس جهادي غورځنګ له اسراييلو صهيونېستي رژيم سره د بنديانو د تبادلې پر دوام به نن (شنبه، سلواغې ۱۳مه) درې اسراييلي بنديان خوشي کړي.
اسوشيټېډ پرېس خبرې اژانس خبر ورکړی، چې په خوشې کېدونکو درېيو اسرایيلي بنديانو کې يو امريکايې او يو هم فرانسوي وګړی شامل دی.
د دغو درېيو اسراييلي بنديانو د تبادلې په بدل کې به صهيونېست رژيم ۹۰ فلسطينيان ازاد کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د حماس جهادي غورځنګ په تېرو درېيو تبادلو کې ۱۵ اسراييلي بنديان ازاد کړي او په بدل کې يې صهيونېست رژيم ۴۰۰ فلسطيني بنديان خوشي کړي دي.