ډېر لوستل شوي

امريکا: اوکراين کې دې تر اوربند وروسته ټاکنې وشي

د اوکراين لپاره د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازی کیټ کلاګ وايي، چې امريکا په اوکراين کې تر اوربند وروسته د ټاکنو غوښتونکې ده.

نوموړي له روېټرز سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې اوکراين د روان کال تر پايه او په راتلونکو څو مياشتو کې له روسيې سره په اوربند سلا وکړي.

اوکراین له ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې له روسیې سره په جګړه کې ښکېل دی، چې په ترڅ کې یې زرګونه کسان وژل شوي او میلیونونه خلک بې‌ځایه شوي دي.

اړوند خبرونه