د رييسالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د ستراتیژیکو اقتصادي برنامو پلي کول د اداري بهیرونو سادهکولو او یوشانکولو ته اړتیا لري.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د رييسالوزراء اداري مرستیال د وزارتونو او امارتي ادارو د حمایوي سادهکولو او یوشانکولو د پروسې د پرانیستې په ناسته کې ټینګار کړی، چې د دې بهیر څخه پرته د ستراتیژیکو اقتصادي پرمختګونو ترلاسه کول ناشوني دي.
په همدې حال کې، د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رييس مفتي شهزاد نور راشد ويلي، چې د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې تر اوسه د هېواد د ۹۳۸ ادارو کاري پروسې ساده شوې دي.
د ښاغلي راشد په وینا، د دې بهیر په لړ کې شاوخوا لس زره امارتي کارکوونکو ته د ظرفیتلوړونې برنامې هم پلي شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اداري پروسو د حمایوي سادهکولو او یوشانکولو د برنامې له پرانیستې سره به خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

