ډېر لوستل شوي

امريکا د پاناما په کانال د چين کنټرول نه منونکی بللی

د متحده ايالتونو د بهرينو چارو وزير مارکو روبيو د پاناما له چارواکو سره په ليدنه کې ويلي، چې د پاناما په کانال د چين کنټرول د منلو وړ نه دی.
نوموړی وايي، که چين له دې چارې لاس ونه اخلي؛ نو متحده ایالتونو به د اوبو دې لارې ته د خپل لاسرسي خونديتوب په پار لازم اقدامات وکړي.
د پاناما کانال په ۱۹۱۴ کال کې د امريکا لخوا جوړ شو او د اوږدې مودې لپاره د امريکا تر ادارې لاندې و؛ خو د ۱۹۹۹ کال د ډسمبر په ۳۱مه د يو تړون له مخې د پاناما حکومت ته وسپارل شو.

اړوند خبرونه