ډېر لوستل شوي

د ټرمپ تعرفو ته د مکسيکو او کاناډا غبرګون؛ خو چين لا هم نرم دريځ خپل کړی

الجزيرې انګليسي شبکې په يوه راپور کې ويلي، چې د ډونالډ ټرمپ د دغه اقدام په وړاندې چين لا هم نرم دريځ خپل کړی دی.
د يادې شبکې د راپور له مخې چين د کاناډا او مکسيکو برعکس ويلي، چې مناسب متقابل اقدامات به وکړي؛ څو خپل حقوق او ګټې په کلکه وساتي.
د بیجینګ دا نسبتاً نرم دریځ په داسې حال کې څرګند شوی، چې د ټرمپ په مشرۍ نوې ادارې پر مهال د امریکا او چین اړیکې د تمې خلاف یو څه نرمې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د متحده ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د چين، کاناډا او مکسيکو په وړاندې له لګول شويو تعرفو وروسته، د کاناډا او مکسيکو مشرانو هم د امريکا پر توکو خپلې ماليې ولګولې.

اړوند خبرونه