د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا د ايران په اټومي وسلو نه جوړولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د يوې نوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره بايد ژر تر ژره اقدام وشي.
ټرمپ تېره ورځ (چهارشنبه، سلواغې ۱۷مه) په خپل ټروت سوشيل شبکه کې ليکلي، چې امريکا غواړي له تهران سره د منلو وړ هوکړه وکړي، چې ايران ته به په سولهييزه توګه د پرمختګ او سوکالي د ترلاسه کولو اجازه ورکړي.
د امريکا د ولسمشر په وينا، که ياده هوکړه بشپړه او د دواړو له لوري لاسليک شي، نو په منځني ختيځ کې به پراخ جشنونه ونيول شي. د ويلو ده، چې لويديځ هېوادونه په ځانګړې توګه امريکا ادعا لري چې ايران غواړي اټومي وسلې جوړې کړي، خو تهران په اټومي برخه کې خپل پروګرام سولهييز اهداف بولي.