ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د ۳۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يو بند جوړولو چارې پيل شوې

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د “وچ خوړ” بند جوړولو چارې د ۳۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ياد ولايت د والي مرستيال مولوي عزيزالله مصطفی او د ګڼو ځايي مسوولينو په شتون کې د پيل پرانېسته وشوه.

ځايي مسوولين وايي، د ياد بند چارې د دوو همکارو بنسټونو په مالي مرسته جوړېږي، چې چارې به يې د يو کال په لړ کې بشپړ شي.

دغه بند ۶۸ متره اوږوالی، ۹ متره پراخوالی او ۱۰ متره لوړوالی لر، چې د ۷۸ زره ۳۳۲ متره مکعب اوبو زيرمه کولو وړتيا به ولري. ياده دې شي، چې په دې پروژې کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې د سيمې خلکو اقتصاد ته به مثبت بدلون ورکړي.

اړوند خبرونه