ډېر لوستل شوي

پنجشېر کې د ګڼو سړو خونو چارې بشپړې شوې

د پنجشیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال یې په دغه ولایت کې د کرنیزو  محصولاتو د ساتنې په پار د لسګونو سړو خونو د بیارغونې چارې بشپړې کړي دي.

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ویلي، چې دغه سړې خونې د کرنیزو محصولاتو له ضایع کېدو مخنیوی او د کروندګرو د عایداتو له زیاتوالي سره مرسته کوي.

د نوموړي په خبره دا سړې خونې په مرکز بازارک او ۷ ولسوالیو کې ګټې اخیستو ته سپارل شوي. د نوموړي په وینا تردې مهاله په یاد ولایت کې ۵۷ معیاري سړې خونې فعالې دي چې پیاز، کچالو، مڼې او نور کرنیز محصولات پکې ساتل کېږي.

اړوند خبرونه