ډېر لوستل شوي

بدخشان کې د چرګانو ۳۰۰ فارمونه فعال دي

د بدخشان سیمه‌ ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د چرګانو د پالنې ۳۰۰ فارمونه شته، چې شاوخوا ۹۰۰ زره چرګان پکې روزل کیږي.
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر ویلي، چې د دې فارمونو له لارې نه یوازې د غوښې اړتیاوې پوره کېږي بلکې لسګونو تنو پکې کارموندنه هم شوې ده.
نوموړی وړاندې ویلي: له یادو فارمونو څخه په ۴۰ ورځو کې څه باندې ۲ زره ۲۶۳ ټنه او په ورځني ډول ۵۶ ټنه د چرګ غوښه او په سلګونه زره هګۍ بازار ته وړاندې کوي.
یاده دې شي چې افغانستان په دې وروستیو کې د چرګانو د غوښې له لارې ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.

اړوند خبرونه