ډېر لوستل شوي

خامنه‌ يي له امريکا سره د ستونزې د حل په موخه خبرې بې ګټې بللې

د ايران مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه یي د خپل هېواد د اټومي پروګرام په تړاو د ټرمپ وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

خامنه يي د ايران د هوايي ځواک افسرانو ته په وينا کې ويلي، چې له امريکا سره خبرې اترې زموږ د ستونزو د حل لپاره اغيزمنې نه دي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې ګواکې ایراني چارواکي په وروستیو څو میاشتو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر تر دې وړاندې له ايران سره د نوي اټومي تړون غوښتنه هم کړې.

اړوند خبرونه